برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۲ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

لوړپوړي چارواکي د مخدره موادو په قاچاق کې ښکېل دي

د مشرانو جرګې يو شمېر غړو ويلي، چې د حکومت لوړپوړي چارواکي د مخدره موادو په قاچاق کې لاس لري او له حکومته يې غوښتي، چې د دغو چارواکو نومونه افشا او پر ضد يې جدي ګامونه پورته کړي.



د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي د مشرانو جرګې ته ورغوښتل شوې وه، هلته يې وويل، چې په څلورويشتو ولايتونو کې پر ۳۲۸ زره هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي.
په دغه ناسته کې يو شمېر سناتورانو ګډ حکومت د مخدره موادو پر ضد مبارزه کې ناکام وباله او وايي، چې ګڼ شمېر لوړپوړي دولتي چارواکي د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري، چې له امله يې په هېواد کې دننه او بهرنيو هېوادونو ته د مخدره موادو قاچاق د تېرو وختونو په پرتله څو چنده زیات شوی دی.
سناتور مصطفی ظاهر وويل: «سږ کال زرګونه ټنه مخدره مواد بهرنيو هېوادونو ته لېږدول شوي، پوښتنه دا ده، چې دغه توکي څنګه بهرنيو هېوادونو ته قاچاق شوي، په دې کې خامخا چارواکي لاس لري.»
سناتور فرهاد سخي بيا د مخدره موادو له وزيرې وغوښتل:«که مشران په دې موضوع کې لاس لري، که د کورنيو چارو وزارت چارواکي او يا هم نور مسؤولين په دې چاره کې لاس لري، بايد افشا شي.»
د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزيرې هم د نشه يي توکو د کرهنې او قاچاق په اړه اندېښنه ښکاره کړه او زياته يې کړه، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ تور مارکيټ هم د مخدره موادو لپاره پراخ رانيوونکي لري او تر ټولو ستر لامل يې همدا نړیوال مارکيټ دی.
يو شمېر نورو سناتورانو د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په نورور برخو کې پر مخدره موادو د روږدو کسانو د شمېر په زياتېدو اندېښنه ښکاره کړې او زياتوي، چې د دغو معتادانو د شمېر په زياتېدو کې د حکومت لاس هم دی، چې سمه درملنه يې نه کوي او نه هم په هېواد کې دننه د مخدره موادو مخنیوی کولی شي.
د مشرانو جرګې د دفاعي کمېټې مشر هاشم الکوزي وويل، چې د کابل امنيه قومندانۍ پوليس د مخدره موادو په پلورلو او قاچاق کې دخيل دي او له قاچاقبرانو پيسې اخلي.
افغانستان لپاره د امریکايي مرستو د څار ادارې «سيګار» په ګډون د مخدره موادو پر ضد مبارزه کوونکو ټولنو ويلي، چې د ولسي جرګې، مشرانو جرګې حکومتي چارواکو په ګډون ډېری زورواکان د مخدره موادو په قاچاق کې لاس لري او ځينو راپورونو کې پر بهرنيو پوځيانو هم تور پورې شوی، چې بهرنيو هېوادونو ته د نشه يي توکه په قاچاق کې لاس لري

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي