برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۷ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

لس عسکر له خپلو دندو لاس پر سر شوي

آریانانیوز: د بلخ په چهار بولک ولسوالۍ کې لس تنه عسکرو خپلې دندې پرېيښې او طالبانو ته يې وسلې پر ځمکه ايښې.


طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه د تسلیم شویو عسکرو له تصویرونو سره د هغوی نومونه هم ذکر کړي دي.
هغه لیکلي: «عبدالرحیم، شیرمحمد،عبدالقدوس،احمد، حبیب الله،عبدالقیوم، محمدطاهر، محمدپائینده،عالم خان او عبداللطیف» د حقایقو په درک کولو سره له حکومتي دندو لاس واخیست.
مجاهد زیاتوي هغوی خپل ورځني ژوند ته ور ګرځېدلي، خو ځايي طالب مسؤلینو يې تود هرکلی کړی دی.
د بلخ ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
طالبان د نظامي کمیسیون تر څنګ د دعوت او پیغام رسونې لپاره هم د دعوت، ارشاد، جلب او جذب په نوم ځانګړی کمیسیون له لري.
دغه کمیسیون، مخامخ، د مخابرو، تلیفون، لیکونو او قومي مخورو له لارې غواړي دولتي عسکر له جګړې پرته جګړې پرېښودو ته اړ کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي