برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۲ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

عطامحمد نور ته د «معاصر بلخ معمار» لقب

په بلخ کې د دې ولایت ګڼو اوسېدونکو عطامحمد نور ته د «معاصر بلخ معمار» لقب ورکړ او د هغه د واکمنۍ هڅې يې وستايلې.



عطامحمد نور چې د جمعیت ګوند اجرایيه مشر دی، له ۱۳۸۳ لمریز کاله د روان کال تر لومړیو ورځو پورې په بلخ کې والي پاتې شوی دی.
هغه د خپلې واکمنۍ په وخت کې میلونرۍ ته رسېدلی، خو په بلخ کې د هغه خواخوږي وايي چې مزار شریف يې له کنډوالو پر یو ښار بدل کړ.
د عطامحمد نور د ستایلو په خاطر جوړه شوې غونډه کې په ملي شورا کې د بلخ استازي فرهاد عظیمي نور ته په خطاب کې وویل، تاسې د هېواد په مدیریت او سیاسي معادلاتو کې زموږ رهبر یاست، تاسې زموږ لپاره د رفتار الګو یاست.
پخپله نور له خلکو مننه وکړه او ويې ویل، خلکو د «جهاد او مقاومت» په وخت کې هم له ده سره ملګرتیا کړې او په بیا رغولو کې يې هم رول لوبولی.
عطامحمد نور له ارګ سره له نږدې څلور میاشتې چنو وهلو وروسته پر دې قانع شو، چې د ولایت چوکۍ بل ته پرېږدي.
د جمعیت ګوند رهبري شورا ویلي و، هغه له ارګ سره شخصي معامله کړې او پر څو وزارتونو، سفارتونو، د بلخ پر والي او امنیه قومندانۍ يې سودا کړې او د جمعیت غوښتنې يې تر پښو لاندې کړې دي.
دوی دعوه کوي چې جمعیت د حکومت نیم شریک دی او تر دې يې هم لوړې غوښتنې درلودلې.
عطامحمد نور د ارګ له لوري د تېر لمریز کال په لېندۍ میاشت کې له دندې لرې وګڼل شو، خو هغه د روان کال په لومړیو کې قلم د خپل دفتر پر مېز کېښود او چوکۍ پرېښودو ته راضي شو

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي