برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۲ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سیاسي جریانونه او طالبان

آریانانیوز: د سیاسي ګوندونو او جریانونو مشران وايي نیت لري چې د افغان سولې اړوند له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.


د حراست او ثبات شورا چې ډېری پکې د تېر حکومت سیاستوال او د تېر جهاد مشران پکې را ټول دي، ویلي چې دغه خبرې به د حکومت په مشوره د نړیوالې ټولنې په ملاتړ پر مخ یووړل شي.
د دې شورا ویاند مسعود ترشتوال وايي دوی له حکومته هم هیله لري چې د دوی غږ ته مثبت ځواب ورکړي.
هغه زیاته کړه راتلونکې اوونۍ کې به د دې خبرو اترو بشپړ میکانیزم اعلان شي.
د سولې شورا هم د سیاسي جریانونو د دې اقدام هرکلی کوي، د دې شورا مرستیال عطاءالرحمن سلیم وايي دوی د سولې په برخه کې هر مرستندویه حرکت ته په نېک نظر ګوري.
طالبانو په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي، خو وړاندې تر دې يې د مذاکراتو او اړیکو لپاره د تېر جهاد د یو مشر محمد اسماعیل خان د ورته څرګندونو هرکلی کړی و.
دا سیاسي جریانونه وروسته له هغه له طالبانو سره د خبرو هوډ کوي، چې امریکا هم له طالب مشرانو سره مخامخ خبرې پيل کړې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي