برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۷ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ۱۰ تنومجرمينو تازه لېست خپور شو

آریانانیوز: کورنیو چارو وزارت په کابل کې د لسو سازمان شوو مجرمينو بشپړ معلومات خپاره کړي او له هېوادوالو یې غوښتي چې د یادو کسانو په پیدا کولو کې له پولیسو سره مرسته وکړي.


د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي نن شاوخوا یو ساعت مخکې دغه موضوع په خپله رسمي پاڼه کې خپره کړې ده.
په یادو کسانو کې د هوت خېل پر ماما مشهور ننګیالی، اجمل، کریم الله، د قوای مرکز پر حسیب مشهور حسیب، فردوس، حاجي سرحد، پر پاچا مشهور روحان، شاه محمود او عنایت الله شامل دي چې په سازمان شوو جرمونو کې لاس لري.
نوموړي د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په حواله لیکلي: ((زه محمد مسعود اندرابي د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه د وزارت د مشرتابه پلاوي او ټولو زړورو او وطندوستو منسوبینو په استازيتوب تاسو ته ډاډ درکوم چې د ترهګرو، جنایت کارانو، اوباشو، له قانون سرغړوونکو او د امنیتي ګډوډیو عاملینو پر ضد مبارزه به هېڅکله سلیقوي نه وي.))
نوموړي زیاته کړې، د مخکنیو پروګرامونو په دوام کورنیو چارو وزارت بیا هم هغه کسان خلکو ته ور پېژني چې د عادي خلکو لپاره یې ستونزې جوړې کړې خو د قانون له منګولو تښتېدلي دي.
د کورنیو چارو وزارت له هېوادوالو غوښتي چې د امنیت او عامه نظم ساتنې لپاره د یادو جنایت کارانو په پیدا کولو کې له دولتي منسوبینو سره مرسته وکړي.
یاد وزارت خلکو ته ډاډ ورکړی چې په دې برخه کې به له پولیسو سره د مرسته کوونکو هویت خوندي پاتې کېږي او هېڅکله به ښکاره نه شي.
د کورنیو چارو وزارت روښانه کړې: ((افغان دولت به هغو کسانو ته مادي او معنوي انعامونه ورکړي چې په دې برخه کې له خپل دولت سره مرسته کوي.))

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي