برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د نشه يي توکو کاروبار پراخیدل

آریانانیوز: هندي رسنیو د هغه کنفرانس په اړه راپور ورکړی چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق په اړه جوړ شوی و او د افغانستان په استاځیتوب د عامي روغتیا وزارت یو لوړپوړي چارواکي محمد منیر خلیق پکي ګډون کړی و.



د یادو رسنیو په وینا محمد منیر خلیق وایی چې د تېرو کلونو په پرتله په افغانستان کې د نشه يي توکو قاچاق، کښت او کاروبار ډېر شوی دی.
خلیق ویلي، دې کې شک نشته چې د افغانستان د ملي وحدت حکومت د نشه يي توکو پر ضد مبارزې ته ژمن دی، خو وایی چې متاسفانه، د بهرنیانو ملاتړ د دغه پديدې کښت او کاروبار ډېر کړی دی.
د ده په وینا په افغانستان کې ځینې هېوادونه او ځینې استخباراتي کړۍ هڅه کوي چې د نشه يي توکو کارو بار ډېر شي. د عامي روغتیا وزارت دغه لوړ پوړی مامور وایی: دلته په لوړه او نړیواله کچه مافیايي کړۍ په دې پروسه کې برخه لري.
که څه هم نوموړي د دغو هیوادونو، استخباراتي او مافیایی کړیو؛ چې د نشه ایی توکو په کاروبار کې دخیل دي؛ نومونه نه دي په ډاګه کړي، ده ویلي چې افغان حکومت د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی، خو په عین حال کې زیاتوي چې دا مبارزه د نړیوالو له ملاتړ پرته ناشونې ده.
خلیق همدا راز ویلي، چې د نشه يي توکو د کښت زیان نه یوازې نړیوالو ته دی، بلکې په افغانستان کې هم میلیونونه وګړي په دغه شومه پديده روږدي شوي دي.
باید وویل شي چې د نشه ایي توکو کښت کرهڼه او کاروبار تر 2001میلادي کال وړاندي چې د طالبانو واکمني وه؛ صفردرجې ته راکښته شوی و، ځکه چې طالبانو یې پر وړاندي په ریښتینی توګه مبارزه کوله.
ډېری شنونکي په دې باور دي چې د طالبانو سره د امریکا په مشرۍ د ځینو نړیوالو مافیایی کړیو دښمنۍ د پیلیدلو یو لامل دا هم و چې طالبانو پرمخدره توکو یومخیز بندیز لګولی و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي