برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۸ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

د غزني امنیه قومندانۍ پر لاریونونو بندیز لګولی

د غزني د قره باغ ولسوالۍ زرګونه اوسېدونکو تېره ورځ ناوخته خپل پیل کړی لاریون پای ته ورساوه او حکومت ژمنه ورکړه، چې د شېراباد د پېښې ټول عاملین به نیسي او سزا به ورکوي.

د غزني امنیه قومندانۍ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې له دې وروسته هېڅوک لاریون نه شي کولی او نه د ترافیکو پرمخ لارې تړلی شي.

په اعلامیه کې ویل شوي، امنیتي ځواکونه به نور هېچاته اجازه ورنه کړي، چې لارې وتړي او یا لاریون وکړي.
د امنیې قومندانۍ په خپره شوې اعلامیه کې لاریونونه او لارې بندول «د دښمن توطیه» یاده شوې ده.

دوې اوونۍ وړاندې د غزني د قره باغ ولسوالۍ زرګونه اوسېدونکو له هغه وروسته لاریونونه پیل کړل، چې ځايي اربکیانو د ابراهیم په نامه د یو کس د کورنۍ دوه غړي ووژل، دوه یې ټپیان کړل او دوه یې ژوندي یوړل.

لاریون کوونکو له حکومت غوښتنه کوله، چې د پېښې په تړاو اربکیان ونیسي او سخته سزا ورکړي.

لاریون کوونکو تر پنځو ورځو پورې د کابل ـ کندهار لویه لاره هم تړلې وه او پرون ناوخته یې لاریون پای ته ورساوه؛ خو تراوسه ژوندي بېول شوي کسان د اربکیانو سره دي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي