برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳۰ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د صداقت شرکت ۲۹ تنه کارکوونکي د اختر په مناسبت د طالبانو د مشر په امر باندي ازاد شول

آریانانیوز: طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د صداقت شرکت هغه ۲۹ تنه کارکوونکي چې ددوی د محکمو لخوا د ۷ او ۶ میاشتو بند محکوم وه، د اختر په مناسبت او د طالبانو د مشر په امر باندي ازاد کړل شول.


طالبانو ویلي چې دغه کسان د دولتي عسکرو سره په همکاري تورن وه، او بند موده یې هم پاتې وه، خو نن غرمه د کندهار ولایت د ښورابک ولسوالۍ اړوند د سروڅاهانو په سیمه کې د اختر په مناسبت خوشي کړل شول.
د جون میاشتې پر ۲۲مه نیټه (سرطان ۰۱, ۱۳۹۷) طالبانو د سپین بولدک او ښورابک تر منځ د سړک جوړونې شرکت ۴۳ تنه کارکوونکي او انجینران د دولتي عسکرو سره د همکارۍ په تور نیولې وه، هغه وخت د کندهار د والي ویاند محمد داود احمدي ویلي وه چې په نیول شویو کسانو کې ۲۰ تنه ساتونکي، ۱۳ تنه انجینران او کارکوونکي، او ۱۰ تنه نور عام کاریګر وه.
طالبانو ویلي چې د نیول شویو کسانو څخه یې ۱۳ تنه بیګناه وه، او دوه تنه نور یې ناروغه وه، ځکه یې هغوی مخکي لا خوشي کړي وه.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د طالبانو د بندیانو کمیسون څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وه چې دوی به د اختر په مناسبت په سلګونو بندیان خوشي کړي او د هغوی معلومات به وروسته نشر کړي.
ویل کیږي چې نن په زابل ولایت کې هم لږ تر لږ اوه تنه دولتي عسکر خوشي شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي