برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۳ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د دولتي عسکرو روحیه سخته ځپلې ده

آریانانیوز: اسوشټیډ پریس د ملي اردو د یو پخواني عسکر له خولې لیکلي چې د عسکرو روحیه ځپلې، مایوسه او له دندو زړه توري دي.


دغه عسکر چې تمیم دروېش نومېږي، د اردو په لیکو کې پنځه کاله وسله پر غاړه ګرځولې، خو اوس کابل ښار کې مزدوري کوي.
هغه وايي عسکري کې يې ۱۸۰ ډالر معاش درلود، خو په اوسنۍ لږو پیسو يې زړه ډاډه دی.
تمیم درویش وايي عسکرو کې د جګړې توان نه دی پاتې، روحيه يې کمزورې او لړزانده ده.
سرچینه وړاندې زیاتوي چې د امریکايي عسکرو پر وړاندې هم ولسي کرکه په اوج کې ده او نږدې دوه لسیزې وخت ثابته کړه چې امریکا دلته هیڅ نه دي کړي.
دا په داسې حال کې دی چې تازه محمد اشرف غني هم منلې چې د د واک په څلورو کلونو کې نږدې نهه ویشت زره عسکر وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د اجراییه ریاست مرستیال محمد محقق وايي طالب سرتېرو د سرې قطعې په نوم داسې ځواک برابر کړی چې پر عسکرو يې اغېز يې پرې ایستی دی.
امریکا په ۲۰۰۱ز کال کې پر افغانستان یرغل وکړ، چې تېره ورځ يې د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم پر ناکامۍ تبصره وکړه.
هغه وویل، امریکا دلته د خپلو ادعاوو او غوښتنو د تطبیق لپاره اوولس کاله تېر کړل، خو که څه هم دوی يې نه مني، مګر ناکامه شوي دي.

شریک یي کړئ!