برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۱ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ترکيې پوليسو ۲۲۷ غير قانوني افغان مهاجرين افغانستان ته ستانه کړل

د آناتولي خبري اژاسن د رپوټ له مخې د ترکيې پوليسو هغه ۲۲۷ غير قانوني افغان مهاجرين چې په آغري، ايغدير ا ارزروم صوبو کښې يې نيولي وو افغانستان ته ستانه کړل.



له دې مخکې د ترکيې د ملي امنيت ادارې ويلي وو چې د افغان او ترکيې حکومتونو ترمېنځ له موافقې وروسته به ډېر زر له افغان مهاجرينو څخه ۶۷۰ تنه کابل ته ستانه کړې شي.
د افغانستان د امنيتي حالاتو د سختوالي او د نامناسبه اقتصادي حالت په وجه هره ورځ په سلګونو افغانان مختلفو هېوادونو ته مهاجرت کوي.
له تېرو څلورو لسيزو راهسې د شوروي ځواکونو او بيا د امریکائي فوځيانو لخوا د افغانستان په قبضه کولو سره په ميلينونو تنه له افغانستانه کډه په سرشول چې له هغو څخه لږ تر لږ درې ميلين په قانوني توګه به ايران کښې ژوند کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي