برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۵ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ددولتي مامورینوپه زور نوم لیکنه

دولتي مامورین وايي د خپلو ادارو د امرانو له لوري په زور دې ته اړ کېږي، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره خپل نومونه ولیکي.


کابل ښار کې د هر وزارت اړوند ادارو مامورین په ټاکلیو ورځو کې نوم لیکنې ته یو ځايي وړل کېږي.
تېره چهارشنبه د روغتیا وزارت تر چتر لاندې د ځينو دولتي روغتونونو نوبت و، چې د ملالۍ زېږنتون په ګډون د ګڼو روغتيايي مرکزونو ټول مامورین یو ځايي نوم لیکنې ته وړل شوي و.
راتلونکې شنبه د برېښنا ریاست نوبت دی، چې دا ورځ د دې ریاست کارکوونکي د نوم لیکنې په خاطر رخصت دي او باید یو ځايي د نوم لیکنې مرکزونو ته یووړل شي
د برېښنا ریاست د پینځم کنجکشن یو تن مامور د نوم نه ښودو په شرط زموږ همکار ته ويلي، دولت يې په زور د نوم لیکنې تر مرکزونو وړي، که انکار وکړي، معاش يې ګرځول کېږي.
د ده په وینا دولت دوی مجبوروي چې نوم لیکنه وکړي، خو د امنیت ډاډ يې نه شي ورکولی.
دا په داسې حال کې دی چې ولایاتو کې هم د دولتي لوړپوړو چارواکو له لوري د تر لاس لاندې ادارو مامورین مجبورېږي چې خپل نومونه ثبت کړي.
د ټاکنو کمیسیون ويلي، له دې ټولو هڅو سره سره لا هم دا پروسه د ډاډ وړ نه ده.
د ټاکنو کمیسیون یو کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي پرون ازادي راډیو ته ويلي، تر اوسه پورې د ټول هېواد په سطحه په ۱۴۱۹ مرکزونو کې تر ۸۰۰ زرو ډېرو کسانو نوم لیکلی، چې د قناعت وړ شمېر نه دی.
ټاکل شوې، راتلونکې ټاکنې د تلې په ۲۸مه ترسره شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي