برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۰ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهور رئیس غني د اغاخان سفیره خپل حضور ته ومنله

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د کریم  اغا خان سفیره نورجهان مواني په ارګ کې خپل حضور ته ومنله.


په دغه کتنه کې د افغانستان په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د انرژۍ، مخابراتو او کرنې په برخوکې د اغاخان بنسټ د پروژو  او په افغانستان کې اړوندو سکتورونو کې د پانګونې لپاره د اسانتیاو په اړه بحث او خبرې وشوې.

جمهور رئیس غني وویل، اړوندې ادارې به د اغاخان بنسټ په ګډون د خصوصي سکتور ټولو بنسټونو او پانګوالو ته چې په افغانستان کې پانګونه کوي قانوني اسانتیاوې برابرې کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي