برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د هېواد د خپلواکۍ د بیا اخیستو د ۹۹یمې کلیزې په درناوي ملي دفاع وزارت کې د خپلواکۍڅلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.


په دې مراسمو کې جمهوررئیس غني چې د ملي دفاع وزیر ډګر جنرال طارق شاه بهرامي یې ملتیا کوله او د ملي پوځ سرتېري په منظمو لیکو کې د هېواد له درې رنګه بیرغ سره د درناوي په دود ولاړ وو، د بانډو ټیم ملي سرود غږاوه، د خپلواکۍ د بنسټګر اعلیحضرت غازي امان‌الله خان د هېواد د خپلواکۍ د معرکې د ټولو اتلانو، شهیدانو او غازیانوپه درناوي یې د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

په دغو مراسمو کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د جمهوررئیس لومړي مرستیال ستر جنرال عبدالرشید دوستم، د هېواد مخکېني جمهوررئیس حامد کرزي، د شاه امان‌الله خان لور شهزادګۍ هندیې، د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق، د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د علماو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف، د کابینې یو شمېر غړو او د جمهوري ریاست سلاکارانو، د ملي شورا او سترې محکمې یو شمېر غړو، د وسله‌وال پوځ یو شمېر جنرالانو او افسرانو او په کابل کې د دوستو هېوادونو یو تعداد سفیرانو او استازو ګډون درلود.

شریک یي کړئ!