برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۲ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بغلان کې ٨٦ کيلو ګرامه نشه يي توکي نيول شوي

آریانانیوز: په بغلان کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو ٨٦ کيلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړي چې په تور يو تن هم نيول شوى دى.


په دې اړه د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اکرام الدين سريع د لړم په ٢٢مه خبريالانو ته وويل چې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو تېره شپه ٨٦ کيلوګرامه نشه يي توکي له يو هينو موټر څخه کشف او ترلاسه کړي دي.
هغه وايي چې په دغو توکو کې ٧٥ کيلو ګرامه يې تارياک او پاتې نور يې چرس دي چې په تور يې يو تن هم نيول شوى دى.
هغه زياته کړه: ((دغه نشه يي توکي يې په ډېر ماهرانه ډول ځاى پرځاى کړي و چې زموږ پوليسو د پلخمري ښار په شمرق سيمه کې له يو موټر څخه کشف او ترلاسه کړل.))
د قوماندان د معلوماتو له مخې، ياد شوي کس دغه نشه يي توکي ددغه ولايت له خنجان ولسوالۍ څخه بار کړي و او غوښتل يې چې مزار شريف ښار ته يې انتقال کړي.
د يادونې ده چې وړمه ورځ د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په لوګر ولايت کې ٢١ ټنه نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړي وو چې په تور يې اته تنه نيول شوي هم وو.

شریک یي کړئ!