برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۶ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغان کډوالو ته پاکستاني تابعيت ورکوو

آریانانیوز: د پاکستان صدر اعظم عمران خان ويلي، چې په پاکستان کې پيدا شوو افغان او بنګله دېشي کډوالو به د پاکستان شناختي کارډ او پاسپورټ وکړي او له دې لارې به د دغو خلکو د محروميت د مخينوي هڅه وکړي.


د پاکستان تېرو حکومتونو ځينو چارواکو هم ورته څرګندونې کړې وې، خو په رسمي ډول د صدارعظم په سويه چارواکي داسې څه نه و ويلي.
عمران خان په کراچۍ يوې غونډې ته وويل، چې په هېواد کې د جرمونو د زياتېدو لامل اجتماعي بې عدالتي ده، کوم بنګاليان او افغان کډوال چې دلته کارونه کوي، د شناختي کارډونو د نه لرلو له امله یا بې کاره دي او يا هم د پاکستانيانو په نسبت په نيمه تنخوا کار کوي او کوم افغانان، چې دلته پيدا شوي او لوی شوي، زما لومړيتوب همدا دی، چې دوی ته پاکستانی شناختي کارډ او پاکستانی پاسپورټ ورکړل شي.
عمران خان دا هم وویل، په ټوله نړۍ کې دا قانون دی، چې په کوم هېواد کې ماشوم پيدا شي، د هغه هېواد د تابعيت حق لري، له دلته پيدا شو مهاجرو سره بايد انساني او عادلانه چلند وشي او له دې لارې د جرمونو او ورانکاريو مخنيوی وشي.
په پاکستان کې نږدې درې ميليونه راجسټر او غیر راجسټر افغانان اوسيږي او د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې پاکستان د کډوالو ساتونکی تر ټولو ستر هېواد دی.
تر اوسه دا نه ده روښانه، چې افغان او بنګله ديشي کډوالو ته د پاکستاني شناختي کارډونو ورکولو پروسه به څنګه او کله پيليږي؟

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي