برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ فروردین , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د ژر پرانېستلو غوښتنه وکړه

آریانانیوز: اروپايي ټولنې ویلي دي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل د بشري حقونو له نړیوالې اعلامیې او د څو نړیوالو سندونو چې افغانستان یې غړیتوب لري ښکاره سرغړونه ده.


د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د نجونو د ښوونځیو د تړلو د مودې غځولو په اړه د طالبانو پرېکړه غندلې ده.

اروپايي ټولنې په یوه بیان کې ویلي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل د بشري حقونو له نړیوالې اعلامیې او د څو نړیوالو سندونو ښکاره سرغړونه ده چې افغانستان یې یو اړخ دی.

یادې اتحادیې وویل: هیڅ مذهبي یا ټولنیز دلیل نشي کولی دا ډول یو نابرابر چلند توجیه کړي.

اروپايي اتحادیې ویلي چې له زده کړو د نجونو محرومول، د طالبانو له خوا له افغانانو سره د خپلې ژمنې ماتول او د دې ډلې شاتګ د هغو تضمینونو څخه دي چې د افغانستان ملګرو ته یې ورکړي دي.

یادې اتحادیې زیاته زیاته کړه چې دا پریکړه د طالبانو لپاره د داخلي مشروعیت ترلاسه کولو لپاره د چانس ضایع کول دي.

اروپايي اتحادیې زیاته کړه چې د نجونو د ثانوي زده کړو نه انکار د نړیوالو شریکانو په نظر کې د طالبانو اعتبار هم کمزوری کوي.

د پخوانیو ژمنو برعکس، طالبانو تېره اوونۍ د نجونو د منځني او لېسو د تړلو موده تر بل خبرتیا پورې وغځوله.

د پخوانیو ژمنو برعکس، طالبانو تېره اوونۍ د نجونو د منځنیو او لېسو د تړلو موده تر بل خبرتیا پورې وغځوله.

شریک یي کړئ!