برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, 5 سپتامبر , 2018 لنډ لینک :

د افغان سرتیري په برید کې یو امریکايی سرتیری ووژل شو

آریانانیوز: د افغان سرتیري په یوه برید کې یو امریکایي سرتیری وژل شوی او بل ټپي دی.


ناټو په خپله خبر پاڼه کې د خپل یو سرتیري وژل او بل ټپي کیدل منلي دي.

په دغه خبر پاڼه کې راغلي چې دغه پيښه د افغانستان په ختیځ کې رامنځته شوې او ډيری امریکايي سرتیري هم د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې میشت دي.
ددغه امریکایي سرتیري په وژل کیدو سره چې تر اوسه هویت هم نه دی معلوم، د روان کال په ترڅ په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي سرتیرو شمیر شپږ تنو ته ورسید.

شریک یي کړئ!
ټکي