برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۹ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په چاپان کی زلزلي دروند مالي او ځاني زیان اړولی دی

نن سهار د جاپان هېواد ځیني ښارونه زلزلې ولړزول چې په ترڅ کې يې درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.


د رويټرز آژانس د خبر له مخي، د ياد هېواد په اوساکا ښار کې د زلزلې له کبله دا مهال د څلورو کسانو مړي موندل شوي او تر دوه سوه زيات ټپيان دي.
د سرچينې په وينا، د زلزلې د شدت له کبله لسګونه ودانۍ نړېدلي او د څه کم دوه سوه زره کورونو برېښنا او نوري آسانتیاوي پارچاو شوې دي.
د جاپان د هوا پيژندنې ادارې ويلي، د زلزلې شدت د ریختر په حساب 5.3 درجې اټکل شوی او مرکز يې د یاد هېواد جنوبي ولايت ګونما کې د ځمکې لاندې په شل کيلو مترۍ کې ښودل شوی دی.
د هوا پېژندنې ادارې مسئولان وايي، د جاپان د پلازمينې په شمول په ديارلس ولايتونو کې د زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.
جاپاني چارواکو ویلي، د زلزله ځپلو سيمو او خلکو سره د مرستو لپاره بيړنۍ مرستې پيل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي