برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په یمن د ملکی خلکوپه وژلو کې دامریکا تر څنګ برتانیا هم مسئول دی

آریانانیوز: دراپورپه اساس د یمن د انقلاب د لوړې کمېټې مشر محمد علی الحوثي د برتانیې د سفیر د تورونو په ردولو سره زیاته کړه چي انصارالله د صافي بېړۍ د تعمیر په وړاندې هیڅ مسئولیت نه لري.
دا په داسي حال کې دی چي د صافر تېل وړونکي بېړۍ څلور کاله کیږي چي د تخنیکي ستونزو له امله د یمن په پورټ کې لنګر اچولې ده.
د سعودي تېری ګر ائتلاف د دې کښتۍ د تعمیر مخه نیولې خو د برتانیې سفیر پر انصارالله تور لګوي.
د صافي کښتۍ د تيلو ذخیرې په دې وروستیو کې سوري شوي او د سمندر اوبه یې ککړې کړي دي.
محمد علی الحوثي دغو ماسلو ته په اشارې سره وویل: د یمن اقتصادي محاصره د تیری ګرو هیوادونو له خوا د دې کښتۍ د تعمیر مخه نیولې او د دې هیواد د وګړو پر ژوند ناوړه اغېزه کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي