برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۹ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په امريکا کې نسل پرستي څه نوې خبره نه ده

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د امريکې د جارجيا پوهنتون استادې مېرمن لاکيتا بيلي په دغه غونډه کښې د دې په بيانولو سره چې په امريکه کښې نسل پرستي څه نوې خبره نه ده بلکه تاريخي جرړې لري، وويل: نسل پرستي د د روغتيا، زدکړو او استوګنې په قوانينو او سياستونو او د دغه هېواد په ټولو اجتماعي، سياسي او حقوقي ډګرونو کښې ليدل کيږي.
مېرمن بيلي په تورپوستکو د امريکې د پوليسو تشدد د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ يو غټه نمونه وبلله او وې ويل:د امريکې زياتره تورپوستکي له پوليسه ويريږي او امنيت نه لري.
په دغه غونډه کښې د نيويارک اتکا کالج استاد رضا رومي هم د امريکې په ټولنه کښې د کورونه بيمارۍ د خپرېدو او د نسل پرستۍ به خلاف د مظاهرو په وجه د رامنځته شويو مشکلاتو په اړه وويل: امريکه د دغې بيمارۍ له کبله له يو لک شلو زرو نه د زياتو کسانو له مړينې، د ګڼ شمېر کسانو له بيمارېدو او د ميلينونو کسانو له بې روزګارۍ سره مخامخه ده.
رومي د امريکې د خلقو اوسنی پاڅون او انقلاب او په هغوي باندې د پوليسو تشدد د نسل پرستۍ په وجه وبلۀ او څرګنده يې کړه: «د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ مظاهره کونکي ترهه ګر وبلل چې د هغوي د ځپلو لپاره يوه بهانه ولري؛ په داسې حال کښې چې هغوي د اعتراض او احتجاج کولو حق لري.
د امريکائي بشري حقوقو په دغه غونډه کښې له ديپال شيکاګو پوهنتون څخه مېرمن مېکلاد، له ټېګزاس پوهنتون څخه جوفيګين، له کنټېګټ پوهنتون څخه لوئيس ګورډن، د امريکې د بشري حقوق نومې چېنل څخه عَجَمو باراکا او له آرويزونا پوهنتون څخه سټينلي جيمز هم وېناوې وکړې.

شریک یي کړئ!