برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د امریکا دماډرن تاریخ ترټولوفساد ګر ولسمشر

آریانانیوز: د امریکا د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د ډونالډټرمپ جدی انتخاباتي ډيموکراټيک سیال جوزف بایډن ټرمپ خپلو خپلوانو ته د ګټه رسونې لپاره له خپلو اختیاراتو د ناوړې استفادې په دلیل د دغه هیواد دماډرن تاریخ تر ټولو فساد ګر ولسمشر بللی دی .
جو بایډن پخپل ټولنیز پیغام کې . په نومبر کې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې دبیا ټاکل کیدا په باب ډونالډټرمپ ته دخپل انتخاباتي ټيم دپخواني سلاکار راجر سټون دسزا دبخښنې لپاره له خپلو اختیاراتو څخه دناسمې استفادې په باب جدی خبرداری ورکړی دی .
همدرااز د امریکا د ډيموکراټيک ګوند نورو لوړپوړو مشرانو هم د سټون د بخښنې دحکم دصادریدا په غبرګون کې خبرداری ورکړی ، د راجر سټون په بخښلو کې د ټرمپ چلند د مافیا د مشر په څير دی .
داپه داسې حال کې دي چې د امریکا ولسمشر دخپلو کرغیړنو اقداماتو په دوام کې یو ځل بیا په دغه هیواد کې په توکمپالنې او مریّتوب باندې اعتراض کونکي پاریدلی خلک د بند په سزا ګواښلي دي .
ډونالډټرمپ بیګا یوځل بیاخبرداری ورکړی،هرڅوک چې د امریکا د تاریخي آثارو ، مجسمو او دفیډرل حکومت نورو شتمنیو ته دتاوان رسولو هڅه کوي ، وبه نیول شي او په لس کلن بند به محکوم شي .
داپه د اسې حال کې دي چې په درستې امریکا کې د دغه هیواد دتوکمپال او مریّتوب دنظام په ضد په پنځمې اونۍ کې هماغه راز د لسګونو زره خلکو مظاهرې دوام لري او داسې کومه ورځ نشته چې یو شمیر کسان دتوکمپالنې په ضد په مظاهرو کې د امریکا دتوکمپالو پولیسو او امنیتی مامورانو په ځيږو او بوږنونکو وحشي اقداماتو کې خپله وینه توي نه کړي .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي