برخه -څانګه : picture -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲ مرداد , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

انځورونه / د هرات انجونې د نړۍ د ستورپوهني په سیالۍ کې وځلېدل

آریانانیوز: په هرات ولایت کې د ښځینه زده کونکو یوې ډلې د نړۍ د فلکیاتو د اتحادیې د ستورپوهنې سیالۍ وګټلې.

دا انجونې چې د خپلې ډلې نوم یې کیهانه نومولې ، توانیدلی چې د 54 هیوادونو څخه د 225 ډلو ترمینځ غوره لسو ډلو کې شامل شي او جایزه ترلاسه کړي.

امینیه کریمیان ، د کیهانه اسټرونومی ګروپ مشر وویل: له 54 هیوادونو څخه 225 ستورپوهنه ګروپونو څخه ، زموږ ډله د جدول په سر کې ده. د دې سیالۍ لپاره جایزې یو ټلیسکوپ دی د ستورنوژي کڅوړه سره چې کیمره او نور اوزارونو پکې شامل دي.

د هرات ښځینه زده کونکي له دوه کالو راهیسې د ستورپېژندنې په برخه کې څیړنې کوي؛ انجونې چې حدونه یې شاته کړي او له ځمکې هاخوا فکر کوي.

پداسې حال کې چې په ملیونونه افغان انجونې د جګړې او ټولنیزو محدودیتونو له امله ښوونځي ته له تګ څخه منع شوې دي ، مګر دا انجونې هڅه کوي د فضا په هکله پوهه ترلاسه کوي؛ یوه مسله چې په افغانستان کې د ډیری لپاره له تصور څخه لرې ده.

شریک یي کړئ!

Deprecated: تابع WP_Query از نگارش 3.1.0 از رده خارج شده! caller_get_posts تاریخ‌گذشته است. به جای آن از ignore_sticky_posts استفاده نمایید. in /home/arianane/public_html/ps/wp-includes/functions.php on line 6078

ډېر لوستل شوي