برخه -څانګه : security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۱ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

اوه پولیسو خپل اته ملګري وژلي

آریانانیوز: د زابل ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې اوو تنو پولیسو خپل اته تنه ملګري وژلي او طالبانو ته یې پناه ور وړې ده.


د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي دغه اوه کسان خپل نفوذيان بللي دي چې د هغه په وینا، تېره شپه یې د «خاد» په پوسته کې اته تنه پولیس ووژل او یو بل عسکر یې ژوندی ونیوی.

د نوموړي په وینا نفوذي بریدګرو ۱۹ میله وسله هم ورته راوړې ده.
بلخوا د زابل د والي ویاند ګل اسلام رسنیو ته ویلي چې تېره شپه پر یادې پوستې طالبانو ډله ییز برید وکړ چې له امله یې څلور تنه پولیس مړه او ۲ تنه نور ټپيان شول.
د نوموړي په وینا د برید وروسته د ولایت له مرکز کلات او شهر صفا ولسوالۍ څخه مرستندویه ځواکونه ولیږل شول چې په ترڅ کې یې طالبان له پوستې شاتګ ته اړل شول او مرګ ژوبله هم ورته واوښته.
نوموړي د طالبانو د تلفاتو دقیق شمېر نه دی ښودلی او نه هم طالبانو خپل په اړخ کې د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array