برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

د ۳۰۰ تنه افغانانو وژنه د ګډ حکومت د واکمنۍ ورځنی محصول

تیره ورځ په کابل ښار کې د ګډ حکومت سیاسي مخالفینو د ملي وفاق تر عنوان لاندې غونډه کې ګډ حکومت د هیواد د بحران اساسي لامل وګاڼه.

د یادې غونډې برخه والو د حامد کرزي په شمول ګډ حکومت په بي کفایتي ، فساد او ناکامي تورن کړ چې له امله یې هره ورځ په افغانستان کې ۳۰۰ تنه افغانان په جګړو ، بمباریو او نورو نا امنیو کې وژل کیږي.

د غونډې برخوالو ټولو په یوه اتفاق پردي خبره ټینګار درلود چې د ګډ حکومت پر دغه وضعیت دوام د افغانانو د مزیدې تباهي لامل دی چې باید ورکې حتمي تغیر راشي.

دلته څو خبرې د مکث وړ دي :

لومړی داچې کوم کسان چې نن د امریکايي اشغال په ترڅ کې منځته راغلی حکومت د افغانانو د تباهي لامل بولي هغوئ ټول یومهال خپله د دغه حکومت برخه او پر افغانانو باندې د دغې فاجعې د راوستلو اصلي عاملین و.

دوهم که نور هم د اشغال تر حمایت لاندې بل هر ډول سیاسي نظام راوستل کیږي د هغه پایلې به په هیڅ صورت تر اوسني فاجعه زیږوونکي حکومت کمې نه وي.

د افغانستان سیاسیون او نړیواله ټولنه ولي تر اوسه پوري پر دغه حقیقت سترګې پټوي او ولس او نړۍ ته دا حقیقت نه واضح کوي چې د افغانستان د ټولو ستونزو او بدمرغیو لامل د اشغالګرو په شتون کې پراخه بهرنۍ مداخله ده چې افغانان یې پر دې دردوونکي وضعیت مبتلا کړي دي.

د ملي وفاق تر نوم لاندې را ټول شويو ښاغلیو سره که ریښتیا هم د افغانستان مصالح مطرح وي باید پر هغو اشتباهاتو او ترخو واقعیتونو اعتراف وکړي چې د دوئ د نامشروعې واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې رامنځته شوي او افغانستان یې نن له داسې وضعیت سره مخ کړی چې په یوه ورځ کې یې دری سوه انسانان له ژونده محرومیږي.

د افغانستان د لانجې اصلي عامل له واقعیتونو څخه انکار دی که تر هر عنوان لاندې نور هم پر دغه انکار ټینګار کیږي افغانان به مزید تر دې له بدو ناورینونو سره مخ کیږي.

 

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي