برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د امنیتي ځواکونو لویه قرار ګاه نيول

آریانانیوز: دیوراپورپراساس طالبانو د بلخ ولايت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو لويه قراره ګاه نیولې ده



د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي دي چې د نهر شاهي ولسوالۍ اړوند ترکمني ښارګوټي سيمه کې يې د امنيتي ځواکونو يوه غټه قرار ګاه نيولې ده
نوموړي ويلي دي چې یاده قراره ګاه له تيرو څو اوونيو راهيسې تر محاصرې لاندې وه چې نن يې سقوط کړه.
مجاهد زياتوي چې د قرار ګاه په جګړه کې يې يو ټانک ويجاړ کړی او پنځه عسکر يې وژلي دي او پاتې نور عسکر له سيمې څخه په تيښته بريالي شوي دي
هغه ويلي دي چې د قرار ګاه په داخل کې يې ګڼ شمير وسلې او مهمات او نور توکي هم نيولي دي
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په دولتي او نظامي مرکزونو د طالبانو بريدونه زيات شوي دي چې په نتيجه کې يې دولتي مرکزونه او قرارګاوې سقوط کيږي او طالبان يې په خپله ولکه کې اخلي
تر اوسه په دې اړه د بلخ ولايت چارواکو څه نه دي ويلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي