برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۹ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا نږدې اوولس کلونو کې تر پنځه لکه ډېر کسان وژلي

آریانانیوز: امریکا کې د براون پوهنتون د «واټسن» یو بنسټ تازه څېړنه کې وايي چې عراق او افغانستان کې د امریکايانو د جګړې له پیله تر اوسه تر پنځه لکه ډېر کسان وژل شوي دي.


امریکا په ۲۰۰۱ز کال د ناټو غړو هېوادونو په ملګرتیا پر افغانستان یرغل وکړ، او دوه کاله وروسته يې پر عراق حمله وکړه، چې تر اوسه يې په دواړو هېوادونو کې ۵۰۷زره کسان وژلي دي.
څېړنه وايي له دې جملې په افغانستان کې د امریکا د یرغل له پیله تر ۲۰۱۸ز کال پورې ټول ۱۴۷زره او ۱۲۴ تنه وژل شوي دي.
د څېړنې له مخې په عراق کې دا شمېر تر افغانستان هم لوړ دی او ټول پکې نږدې درې لکه (۲۹۸زره) کسان وژل شوي دي او همدرانګه پاکستان کې هم د امریکايي عملیاتو، وزیرستان او پښتونخوا کې د چاپو، چاودنو او جګړو له امله ۶۵زره تنه وژل شوي دي.
د شنونکو په باور رښتونې شمېره ښايي تر دې څو چنده لوړه وي او ډېر امکان موجود دی، چې دومره شمېر یوازې ملکي کسان له منځه تللي وي.
امریکا یوازې له تېرو دوو کلونو راهیسې د نوې ستراتېژۍ د تطبیق په موخه هره میاشت په منځنني ډول ۵۰۰-۴۵۰ بمونه پر افغان خاوره اورولي، چې که يې یوازې ملکي تلفات د هر بم له مخې پنځه تنه حساب شي، نو هره میاشت په منځني ډول ۲۵۰۰ تنه ملکي تلفات اوښتي.
تر دې وړاندې د پنټاګون یو متقاعد ډګروال په واشنګټن پوسټ کې خپره کړې مقاله کې اعتراف کړی و، چې امریکا له وژنو خوند اخلي او خوښېږي يې چې نړۍ کې تروریستي کړنې ترسره کړي.

شریک یي کړئ!