حصہ : افغانستان -+

زمان اشاعت : دوشنبه, 26 سپتامبر , 2022 خبر کا مختصر لنک :

په پاکستان کې د افغاني پاسپورټونو د جعل او پلور لړۍ روانه ده

آریانانیوز: خبری سرچینو خبر ورکړی چې په افغانستان کې د پاسپورټونو د تقاضا زیاتوالی د دې سبب شوی چې دغه سند د پاکستان په تور بازار کې جعل شي.


د راپورونو له مخې په افغانستان کې د پاسپورټونو د تقاضا د زیاتوالي او د هغوی د صادرولو ورو بهیر له امله په پاکستان کې د افغان پاسپورټونو د جعل او پلور تور بازار غوړېدلی دی.

د دغې سرچينې په وينا، افغان پاسپورټونه په پېښور کې چاپېږي او بيا افغانستان ته راوړل کېږي او له ۲۰۰ تر ۴۰۰ ډالرو پلورل کېږي.

د دغو سرچینو په وینا، افغان غوښتونکي معمولاً له دغو جعلي پاسپورټونو څخه پاکستان ته د تګ لپاره کار اخلي. د طالبانو موقت حکومت تر اوسه د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی

شریک یي کړئ!