حصہ : افغانستان -+

زمان اشاعت : سه‌شنبه, 30 آگوست , 2022 خبر کا مختصر لنک :

داعش په کابل کې د بهرنیو سفارتونو د برید ګواښ کړی

آریانانیوز: داعش په النباء مجله کې د روسیې پر سفارت د برید د جزئیاتو په خپرولو سره ګواښ کړی چې په راتلونکي کې به په کابل کې د بهرنیو هېوادونو پر سفارتونو بریدونه وکړي.


داعش ترهګرې ډلې په النباء مجلې کې د روسیې پر سفارت د برید د جزئیاتو په خپرولو سره په کابل کې د بهرنیو سفارتونو د جاسوسۍ ځالې بللې او په راتلونکو بریدونو کې یې ګواښ کړی دی.

داعش ویلي، طالبان د هغو ژمنو خلاف چې د سیمې له هېوادونو سره یې کړي، د بریدونو د مخنیوي توان نه لري.

د النباء مجلې په وروستۍ ګڼه کې په کابل کې د روسیې پر سفارت برید په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې د دغې ډلې تر ټولو ستره لاسته راوړنه بلل شوې ده.

ویل کیږي چې د روسیې پر سفارت د ځانمرګي برید په پایله کې ۸ تنه وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

تر دې برید وروسته داعش ویلي: دا برید د طالبانو د ویاند له څرګندونو څو ورځې وروسته شوی، چې د روسیې په ګډون یې د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکړی و، چې داعش نور په افغانستان کې ګواښ نه دی.

له دې پېښې وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ډاډ ورکړ چې د سفارتونو د امنیت لپاره یې جدي ګامونه اخیستي دي.

شریک یي کړئ!

منتخب خبریں