برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۳۱ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ابن سلمان او فتاح السیسي نه تر محمود عباس، خالده ضیاء او اشرف غني ټول د یو ځنځیر کړۍ

دا دې بیا د ټاکنو ډنډورې غږیږي، کمپاینونه دي، اعلانونه دي، په رسنیو کې سپانسر شوې لیکنې او تبلیغاتي ویډیو ګانې دي، بس یو بد حال دی، د ولایتي شوراګانو، د ولسمشرۍ او د ولسي جرګې د انتخاباتو ډولونه غږیږي، خو…..


زه فقط دومره وایم چې: اخر له دې خلکو عقل چیرته کډه کړې ده؟؟ کرزی او اشرف غني خو د هغه نړیوال بانډ غړیتوب لري کوم چې غرب پر اسلامي هېوادونو د تپلو او مسلط کولو لپاره روزلي دي، احمقان دا فکر کوي چې ګواکې فیصله به د رایو د اکثریت او اقلیت په نظر کې نیولو سره کیږي، دا خلک پوه کړئ او ورته ووایئ چې د ابن سلمان او فتاح السیسي نه تر محمود عباس، خالده ضیاء او اشرف غني پورې دا ټول د یو ځنځیر کړۍ دي چې واک او اختیار یې د امریکا سره دی، په سعودي، مصر، فلسطین، بنګله دیش او افغانستان کې دغه منحوسې څېرې نړیوال یهودي فریمیسین او امریکا د واک تر ګدۍ رسولي، انتخابات خو هسې عامو ولسونو ته په سترګو کې خاورې اچول دي.
دلته تر ډېره حده خبره د پښتنو د محرومیت یادیږي، او نیشنلیست ړانده چرګان وایي چې پښتنو په انتخاباتو کې زیاته ونډه نه ده اخیستې نو ځکه کلیدي بستونه د نورو اقلیتونو په واک کې دي، دا معترضین نورو ته نصیحت کوي خو خپله تر پوندو جاهلان دي او هغه ځکه چې اوس هم تر ټولو اقلیتونو(مجموعي تعداد) څخه کوم چې په اوسني رژیم کې ورګډ دي، د پښتنو تعداد زیات دی، مګر پښتانه یې د جګړي لومړیو کرښو ته لیږلي، یا عسکر دي یا پولیس دي او یا اربکیان، خو پنجشیري لنډه غرو، له اروپا راغلیو سګ شویانو او د غرب جاسوسانو د نورو قومونو پورې منسوبو خلکو ته یې وزارتونه، رباستونه او د جنرالۍ رتبې ورکړي دي، افغانستان میشتو ټولو قومونو ته په پوره درناوي سره بیا هم وایم چې کوم کسان د نورو قومونو پورې تړلي دي، هغوی د قومي ملاتړ نه بلکې د جاسوسۍ او غرب ته د وفادارۍ له برکته واک ته رسیدلي دي.
په دې نمایشي او ډراماتیکو ټاکنو خلک تیر ایستل د افغانستان د ملت او خاورې سره تاریخي جفا ده، حقیقت دا دی چې کوم څوک امریکا او د امریکا متحدینو انتخاب کړی وي، که په سلو کې دوه رایې و نه ګټي بیا به هم واک ته رسیږي او دا اوس یو‍ څرګند حقیقت دی.
د پښتنو د محرومیت دلیل دا نه دی چې دوی په ټاکنو کې کمرنګه برخه اخیستې ده، د کرزي په لومړۍ دوره کې نږدې ۷۰ یا ۷۵% پښتنو ګډون وکړ، مګر پایله یې څه شوه؟ په ظاهره خو دا اعلان شوه چې حامد کرزي وګټله، مګر د کرزي بریا د امریکا غوښتنه وه، د کرزي په وخت کې بیا هم غوښن او کلیدي بستونه ټول د شمالي ټلوالې د لنډه غرو او اوباشانو په واک کې وو، د پښتنو کلي او کورونه، مسجدونه، مدرسې او بازارونه بمبار شول، پښتانه وځپل شول، امریکایانو په سلګونو پښتانه اسیران کړل، و یې زورول او د پښتنو په څټو پڅې چړې راښکل شوې، پښتنو رایه ورکړې وه خو دا رایه په حقیقت کې د خپلې ویني د مباح کېدو او جواز سبب و چې دوی امریکا او د امریکا لاسپوڅو ته ورکړ.
دا د غرب دسیسې دي چې یو څو تنه رامخي ته کړي او نورو ته یې د بیلګې په ډول ښایي، یعني دا چې وګورئ دې خلکو زموږ مخالفت و نه کړ، لوړو څوکیو ته ورسیدل او په دې توګه پر هغو خلکو فشار راوړي کوم چې د امریکا شتون او غلامي نه مني.
پښتانه سرشاره او غیور قوم دی، په طول د تاریخ کې یې د غیرت او شجاعت کارنامې کړي او که په دوی کې کوم چا د غرب او شرق غلامي کړې ده هغوی اګر چې پښتو ژبي وو((لکه کرزی، اشرف غني او امثالهم))، خو د پښتنو استازي نه وو، دوی د خپلو خلکو، خپل دین او خاورې سره خیانت کړی او غرب ته یې جاسوسي کړې، نو ځکه پر مادي امتیازاتو نازول شوي او نور پښتانه هم د دوی پر پل تللو ته هڅول شوي، خو په پایله کې هغوی ذلیل او رسوا شوي دي.
اشرف غني ته هم د لویې پکتیا ولسونه او د ختیځ پښتانه زیات خوښ وو، مګر پایله یې څه را ووته؟ فقر، جنګ، وچکالي، سود، رشوت، قومي تعصبونه دا د اشرف غني ډالۍ وه دغو ولسونو ته، کرزی خو لا دومره وو چې د ولس وګړو پر مرګ ژوبله به یې د تمساح اوښکي تویولې مګر دا اوسنی خو لکه په سترګو کې چې بیخي نم نه لري، د ده په مشرۍ کې د پښتنو نسل وژنه په شدت سره روانه ده، خو دی وایي چې حالت خراب وي، زما ماغزه آرام وي، عجیبه شی دی ولا!!
اوس هم یو څه خلک د دې عجیب مخلوق په هکله تیر وځي کله وایي د چین د اقتصاد پلار دی، کله وایي د جاپان د آبادۍ مؤسس دی، کله وایي د نړیوال بانګ د پرمختګ راز دی او کله وایي د اباما استاد دی!! سره د دومره کمالاتو بیا هم د پښتنو د وینو تږی، د ډیورنډ لاین سوداګر، د اسلام نه ناخبره، د ولس پر ستوني ښپه ایښودونکی، د پنجاب او تهران پر وړاندې په ګونډو، د درواغجنو وعدو او باټو اتل دی.
نو ما دا خبره کوله چې دا ټاکنې هسې نمایشي ډرامې دي، دلته به فقط او فقط هغه څوک واک ته رسیږي چې د اشغالګرو ګټو ته ژمن او د هغوی له ملاتړ نه برخمن وي، لږ له عقل نه کار اخیستل ښه دي، د سهامي شرکت په نوم دغه دوه شټرنګه حکومت پر افغان ولس او بیا پښتنو څه نادودي ونکړې چې اوس به بیا هم څوک د دوی په پروپاګند تیر وځي؟؟
د یرغلګرو موجودیت د ټولو فسادونو جرړه ده او د یرغلګرو تر سیوري لاندې انتخابات نه دا چې کومه مثبته پایله نه لري بلکې هسې ځان تیر ایستل او یرغلګر خوشحالول دي، بلکې دا په لوی لاس د یرغلګرو موجودیت ته جواز ورکول دي چې دا بیا د اسلام، افغانستان او افغان د دردیدلي ولس، شهیدانو، کونډو، یتیمانو او اسیرانو په وړاندې نه بخښونکی خیانت دی.
خبردار! مه خپل ایمانونه خرابوئ، مه په دې تبلیغاتو غولیږئ لکه دا دوه یا درې وارې چې پرې تیر وتئ او مه هم په هغو انتخاباتو کې برخه اخلئ چې پایلې یې هیڅ اعتبار نه لري، بلکې که چیرته د دې ولس ۹۰% سلنه وګړي یو نفر ته رایه ورکړي او هغه تن د امریکا خوښ نه وي بیا به هم کوم بل جانکیري راځي هغه له مخې لرې کوي او د خپلې خوښې سړی به پرته له دې چې څوک رایه ورکړي، ګټونکی اعلانوي او بیا نو دومره نر شته چې د امریکا د فیصلې مخالفت وکړي؟!!
تر څو چې اشغالګر وي همدا بدبختۍ به وي او که څوک د پښتنو د محرومیت سبب په انتخاباتو کې د ګډون سره نه دلچسپي ښایي، نو دوی په غلطه دي، بلکې پښتانه که ټول رایه ورکړي او که ټول یې ورنکړي هیڅ کومه ګټه نه لري او دا د امریکا پلان دی چې که لر دي او که بر دي، خو پښتانه باید وځپل شي ځکه چې د آزادۍ او خپلواکۍ فکر تر بل هر چا زیات د پښتنو سره دی او همدا د پښتنو جرم بلل کیږي، که پښتانه داسې مادي پرمختګ غواړي لکه د شمالي ټلوالې لنډه غرو چې کړی، نو لاره یې بس دغه ده چې د خپلواکۍ او آزادۍ فکر دې پریږدي، غربي ډیموکراسي دې تسلیم کړي، بې حیایي او بې دیني دې قبوله کړي ولا نو تر ټولو قومونو به دوی زیات پرمختللي شي ځکه چې بیا به یې امریکا تر شا وي، بیا به دوی ضمیرونه وژلي، ایمانونه پلورلي او غیرتونه پریښي وي، او که دا شیان نشي زغملی، بیا خو که ۱۰۰% په ټاکنو کې برخه واخلي نو هم به یې هم همدا حال وي بیا به هم وژل کیږي، ځپل کیږي، کډوال کیږي او محرومیږي، ځکه چې بیا خو به دوی حقیقي مسلمانان او د ټولې نړۍ د کفارو لپاره خطر احساسیږي، بیشکه چې دا دویم انتخاب یعني په خپل دین کلک پاتې کېدل به تر یو وخته سخت وي خو حقیقي بریالیتوب ته همدا د قربانیو لاره ورغلې ده نه د کفارو د غلامۍ او په مروجه نمایشي انتخاباتو کې برخه اخیستل، کوم چې پایله یې لوی ذلت او ابدي ناکامي ده.
د یو آزاد، خپلواک، اسلامي او غښتلي افغانستان په هیله

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي